
افغانستان
اوبو او انرژۍ وزارت: سمنګانو کې ۴ چک ډیمونه رغوو
د اوبو او انرژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د سمنګان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یې د څلورو چک ډیمونو د رغونې چارې پیل کړي دي. د وزارت له قوله چې پر دې چک ډیمونو به شاوخوا نهه میلیونه افغانۍ لګښت راشي.وزارت زیاتوي، چې دغه چک ډېمونه د سېلابونو د ګواښ د مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې، د بارانونو او واورو د اوبو ذخیره کولو او نورو چارو په هدف ددې ولایت په مرکز او څلورو نورو ولسوالیو کې جوړیږي.د یاد وزارت مسوولان وایي چې ددې چک ډیمونو په رغېدو سره به د هغه ولایت زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه شي.
یاده کوو چې د اسلامي امارت د مشرتابه د ځانګړي حکم په بنسټ د افغانستان په ګڼو لرو پرتو سیمو کې د سلګونو کوچنیو چک ډیمونو چارې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې سلګونه زره جریبه ځمکه خړوبه شي.