دینې لیکنېلیکنې

اورښت؛ د خدای يو نايابه رحمت!

څرنګه چې اوبه په ژوند کې يوه حياتي ماده او د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو ژوند ور پورې تړلی ، همداسې د همدې اوبو نشتون او وچکالي بيا د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو لپاره يو داسې سخت بحران هم دی چې نړۍ به له يوې سترې فاجعې سره مخ کړي. همدا راز د چاپېريال په پاک ساتلو کې هم د پام وړ رول لري چې له ورښت پرته په کې د ناروغيو او بېلا بېلو مرضونو کچه بيخي لوړېدلای شي. له بلې خوا همدا اورښتونه او بارانونه دي چې وچې او خړې ځمکې پر شنو او زرغونو بدلوي او د انساني ژوند د بقا لپاره ډول ډول نباتات او حاصلات ترې را ټوکېږي، لکه څرنګه چې څښتن تعالی په خپل کلام کې فرمايي؛ ژباړه: همغه ذات چې ستاسې لپاره يې د ځمکې فرش وغوړاوه او په هغې کې يې ستاسې د تګ لارې جوړې کړې او له اسمانه يې اوبه و اورولې، بيا مو د هغو په وسيله راز راز حاصلات راوټوکول،نو څرګنده ده چې همدا اورښتونه د خدای تعالی له لوري خپلو بندګانو باندې يوه ډېره ستره پېرزوينه او لورېينه ده چې پر خپلو بندګانو يې لورولې.
د باران او اورښتونو ګټې بيخي زياتې دي چې موږ او تاسې ټول يې په ننني ژوند کې شاهدان يو، د اورښتونو په نشتون او وچکالۍ کې ځمکه او چاپېريال له بلا شمېر آفتونو، ستونزو او ناروغيو سره مخ کېږي چې دا خپله د ځمکې پر مخ د ګردو مخلوقاتو، انسانانو، حيواناتو او نباتاتو د له منځه وړو او زيانمنېدو سبب ګرځي چې بېرته د اعادې لپاره يې بيا هېڅ داسې بديل نه لرو چې وچ ځنګلونه مو بېرته را ژوندي کړي. په يو داسې هېواد کې چې ورښتونه په کې نه وي او تر ډېره يې اقليم وچ وي، د للمي فصلونو لپاره همدا بارانونه زښته زيات مهم دي چې مړاوي فصلونه پرې را ژوندي شي. په غرونو ورښتونه کېدل د غرونو له زرغونتيا سره سره ډېری اوبه يې په خاوره کې جذبېږي او له همدې اوبو بيا د چينو په ذريعه پاکې اوبه بېرته تر موږ رارسېږي او ګټه تری اخلو.
دا چې په ټوله کې د نړۍ اقليم او هوا کال پر کال مخ پر ګرمېدو ده، اثرات او اغېزې یې موږ په خپل هېواد کې هم وينو چې له بده مرغه د بدخشان هندوکش، واخان او پامیر غرونو کې هغه طبيعي یخچالونه او طبيعي د واورو کنګل شوې ذخيرې هم د ګرمۍ له امله اوبه شوې چې له تېرو پنځوسو کلونو راهيسې دا کنګل شوې ذخيرې نه وې اوبه شوې او د هر کال د ژمي په مياشتو کې به د دې طبيعي کنګل شويو ذخيرو په شتون کې زياتوالی راتلو خو بدبختانه چې اوسنۍ هوا او اقليم ته په کتو په تدريجي ډول د دې طبيعي کنګل ذخيرو د له منځه تللو او اوبه کېدلو شاهدان يو.
د اورښتونو، بارانونو او واورو اوبه کرنيزو فصلونو او ځمکو ته ځکه هم ډېرې ګټورې وي چې له هر ډول خطرناکو او مضرو کيمياوي موادو پاکې او خوندي وي چې دا د کرنې او کرکيلې لپاره خورا ګټورې تمامېدای شي. په اوسني وخت کې چې موږ د څښاک پاکو اوبو د نشتون له جدي ګواښ سره مخ يو او په ځمکه کې د پاکو اوبو کچه کال په کال مخ پر ځوړ روانه ده، د فصلونو او کرنې لپاره خلک له پاکو اوبو او بُرمو څخه استفاده کوي چې دا خپله په ځمکه کې د پاکو اوبو د کمېدو او ټيټېدو لوی عامل دی، د دې لپاره چې په ځمکه کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت او دې جدي بحران څخه هېواد وژغورو، اړينه ده چې د کرنې لپاره د پاکو اوبو له استعمال سره ډېر احتياط وشي. د پاکو اوبو په داسې يو بحراني حالت کې د اورښتونو کېدل زموږ د ځمکې د پاکو اوبو سطحه بېرته را لوړوي او د فصلونو او کرنو لپاره هم خورا ګټور او اسانه تمامېدای شي.
ورښتونه زموږ په ژوند کې خورا مهم رول لري او همدا اورښتونه دي چې د کال په هغو میاشتو کې چې زموږ د پاکو اوبو څاګانې وچې يا هم اوبه يې خپلې ټيټې سطحې ته ورسېږي، د ژمي پر راتګ د واورو او بارانونو په ورېدو سره بېرته په ځمکه کې د پاکو اوبو سطحه را لوړېږي او په دې سره زموږ په څاګانو کې اوبه هم را پيدا کېږي چې دا ټول د ژمنيو ورښتونو او واورو له برکته دي. په يو داسې هېواد کې چې تر ډېره وچ اقليم او وچکالۍ ځپلی وي، د باراني اوبو ذخيره کول ډېر مؤثر تمامېدای شي، ځکه له يوې خوا مو ځنګلونه، ونې بوټي او له بلې خوا مو کرنيز فصلونه د وچکالۍ له امله مخ پر وچېدو او خوارېدو دي، له بلې خوا په ځمکه کې د څښاک اوبو کمېدل خپله لويه ستونزه او ستر بحران ګڼلی شو.
بلخوا په هېواد کې د اورښتونو له امله په ډېرو ولاياتو کې د سېلابونو او خوړونو راوتلو هم شاهدان يو چې متأسفانه هر کال خلکو ته بلا شمېر زيانونو تر څنګ مرګ ژوبله هم پېښوي، د ورښتونو اوبه چې په ځمکه کې جذب نشي او تر سيندونو ورسېږي په سيندونو کې د اوبو کچه لوړېږي او د شاوخوا خلکو او اوسېدونکو د کورونو، فصلونو او ځمکو د ويجاړېدو سبب ګرځي چې متأسفانه هر کال د همدې سېلابونو له امله سختې ويجاړۍ او زيانونه وينو. د همدې سېلابونو د مخنيوي لپاره اړينه ده چې د چکډېمونو په جوړولو تیره د ورښتونو او بارانونو اوبه تر ممکنه حده په ځمکه کې جذب کړو تر څو هم مو په ځمکه کې د اوبو سطحه بېرته لوړه او هم د سېلابونو د احتمالي خطراتو څخه تر يو څه حده مخنيوی
وشي.

احمد خان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *