مقالی اوتبصرې

اوسني اقتصادي خوځښتونه به مو ستونزې ورغوي

څرګنده ده چې د اشغالګرو هېوادونو له خوا افغان مجاهد ولس ته خورا زیاتې ستونزې راپاتې شوې،ځکه په مرستو ولاړ اقتصاد خورا زیانمن شو،بهرنۍ مرستې او پانګونې له اقتصادي بندیزونو سره سمې بندې شوي او ورسره جوخت له نړیوالو سره د اسلامي امارت د اړیکو د ټینګښت په وړاندې خنډونه رامنځ ته شول چې تردې دمه ديپلوماتیکي اړیکې کمرنګه ښکاري،خو د اسلامي امارت د فعال دیپلوماتیک خوځښت له کبله د هرې ورځې په تېریدو سره د نړیوالو سوله غوښتونکو هيوادونو سره د متقابل تعامل لپاره لاره هوارېږي ځکه چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره چې زموږ په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي غېږ پرانیستې پرېښې ترڅو د ديپلوماتیکو لارو اړیکو پیوند غښتلی او په نړیواله کچه د ستونزو په هواري کې ګډ کار ترسره شي. باید ومنو چې په یوازیتوب او یا د دیپلوماتیکو اړیکو د پیوند پرته د هرې وړاندوینې او ستونزې د حل لاره لټول ستونزمن ښکاري کېدای شي د ستونزو د حل له پاره دیپلوماتیکه لاره غوره وګڼل شي ترڅو اندېښنې له منځه ولاړې شي او د هېوادونو ترمنځ د راکړې ورکړې بهیر په مناسبو اړیکو بدلون ومومي. ليدل کېږي چې د اسلامي امارت د بيا واکمنۍ راهیسې په پرله پسې توګه نړیوال دروغجن تبلیغاتي کمپاین په لاره اچول شوی او د هرې ورځې په تېريدو سره دلاس وهونکو هېوادونو درواغجن تبليغاتي کمپاین دروغجن ثابتېږي همدا وجهه ده چې د اسلامي امارت رښتینی انځور نړیوالو ته ورمعلومېږي چې یو شمېر هيوادونه دا مهال په خپلو کړو وړو فکرکوي چې په افغانستان کې اوسنی لاسته راوړنې درک کړي او د هغه څه په هکله ژور فکر وکړي چې د دوی لپاره هم د زیان وړ ګرځي .اسلامي امارت چې په کور دننه او بهر دغونډو پر مهال نړیوالو ته د مثبت او متوازن تعامل له پاره د غېږې خلاصېدو خبره کړې تمه لري چې هرومرو به لاس وهونکي هېوادونه په دې پوه شي چې د اسلامي امارت په وړاندې د ستونزو او خنډونو پیداکول به اسلامي امارت په کړو وړو او دریځ کې هېڅ ډول بدلون رامنځه ته نه کړي ، ځکه اسلامي امارت د خلکو د ملاتړ له امله د یوه خپلواک هيواد په توګه خپل برخه لیک په خپله ټاکلی او په ټوله کې افغانان د خپل اسلامي امارت څخه د سر په بدله ملاتړ او دفاع کوي.همدا وجهه ده چې په لږ وخت کې مناسب او سراسري امنیت ټینګښت موندلی او اقتصادي بیاجوړونه رامنځ ته شوې ده .نړیوال باید ومني چې افغانان به د اوسنیو ستونزو څخه په بریالۍ توګه راوځي ځکه اسلامي امارت د هيواد د آبادۍ لپاره مټې رانغښتې او د هغو لارو په لټون بوخت دی،چې زموږ د هيواد د آبادی لامل ګرځي .یو شمېر ګاونډي هيوادونه چې د اسلامي امارت روڼ او سوله ییز سیاست درک کړی د ښه ګاونډیتوب له پاره یې لاره هواره کړې او د اسلامي امارت سره په مختلفو برخوکې د همکاري ليوالتیا ښودلې ده.تازه د ازبیکستان لوړ پوړي پلاوي کابل کې د اسلامي امارت له مسؤلینو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو ترڅنګ په ترانزیتي او مواصلاتي برخو کې د همکارۍ هوکړه ليکونه لاس ليک کړل په ورته وخت کې د ترکي ،چين او ترکمنستان دولتونو هم دهمکاری ژمنې ترسره کړې تمه ده چې د سوداګري برخه مو لاپسې پراخه او اقتصادي کمزورتیا مو پرته د بهرنیو مرستو څخه پیاوړتیا ومومي.پوهیږو چې د اسلامي امارت په وړاندې خورا زیاتې اقتصادي ستونزې راپاتې دي،خو اسلامي امارت تردې دمه پورته شوي ګامونه راپه ګوته کوي چې دخدای (ج) په مرسته او دمسؤلینو په هلوځلو به په شته ستونزو اوبندیزونو برلاسي پیدا شي او هغه هيوادونه چې زموږ په هيوادکې د ناوړو او بېځايه موخو د ترلاسه کولو په لټون بوخت دي ډېر ژر پښيمانه او په خپلو کړو وړو به ناراضه وي.ليدل کېږي چې د ځينو اشغالګرو هيوادونو سوداګر زموږ په هيواد کې دامنیت له امله تیاري ښايي چې پانګونه وکړي چې له امله يې ځينې پانګول کابل ته راغلي وو، هغوی چې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او داقتصادي بندیزونو سره سره دانفلاسیون دمخنیوي په وړاندې مظبوط اوعملي ګامونو پورته کول تمه پیدا شوه چې افغانان کولای شي چې دکمو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره د هيواد ورانې ویجاړې جوړې کړي ،ځکه داسلامي امارت مسؤلین دخپل هيواد سره مینه لري او د خپلو هيوادوالو له پاره د هيواد د پرمختګ او هوساینه په لومړیتوب کې شمېري.هېوادوال دې ډاډه اوسي چې د هيواد شتمنۍ به يې د هيواد په آبادي اوسمسورتيا لګښت ومومي او اسلامي امارت به هڅه وکړي چې د ځان بسیا کولو له پاره هغه لارې ولټوي چې اړینې اوګټوري وي.

متین

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *