افغانستان

ملګري ملتونه: اوس په ډاډه زړه ټول افغانستان ته خپلې مرستې رسولی شو

شریعت: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت

شریعت: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیټس د یو لوړرتبه پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په دغه کتنه کې د پلاوي مشر ښاغلي مارټین چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون درلود، د افغانستان له فعلي امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو. همداراز نوموړي په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ. ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.
ورپسې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال او لوړ رتبه پلاوي له راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي. متقي صاحب زیاته کړه چې موږ د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري، متقي صاحب له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې د نیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې وروستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.
ښاغلي متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور واورېدې، د «پاملرنه» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *