مقالی اوتبصرې

اولاد ته مو اسلامي تربیه ورکړئ !

نن سبا چې یوه مسلمانه خور له کوره وځي، نو ښه په حجاب کې به وي؛ خو کله چې یو دوکان ته د سودا اخیستلو په نیت ننوځي، نو خپل مخ به ښکاره کړي. ته به وایې، چې په دوکان کې یې کوم محرم کس ولاړ دی، کله چې ترې وپوښتې، ولې دې مخ لوڅ کړ، دا دې څه کېږي؟ نو درته وایي به، دا خو دوکاندار دی یا دا خو بنجارې والا دی، سودا ترې اخلم. دوی ته داسې بریښي، چې دوکاندار ته مخ ښکاره کول کومه ګناه نه ده.
همدارنګه په خپل کور کلي کې به د نامحرمو سره ولاړه وي او خپلې ټوکې ټکالې به ورسره کوي، کله چې ترې وپوښتل شي؛ دا خو ستا لپاره نامحرم دی او ته ورسره ولاړه یې، نو په جواب کې به درته وایي، دا خو مې د تره زوی دی، دا مې د ماما زوی دی، دا مې د ترور زوی، دا مې لېور و، دا خو زموږ سره په یوه کوڅه کې وړوکی رالوی شوی او داسې نور.
یا به درته وایي، چې دا خو زموږ د کلي ملاصاحب، ډاکټر صاحب او ملک صاحب دی، نو ځکه مې مخ ترې پټ نه کړ. کله چې د نصیحت په ډول ورته ووايې، دا خو ټول ستا لپاره نامحرم دي، ستا کیناستل او درېدل له یادو کسانو سره ناروا دي. کوم کسان چې تا ځانته دومره نږدې خپلوان معریفي کړل؛ ستا له خبرو داسې معلومېږي، چې د نامحرم په نوم هېڅوک په دنیا کې نشته. بس دغه خبره بیا په دوی ښه نه لګېږي او وایي به، چې زه بابا! څه خوري خو مې نه او نه ګل یم، چې له بوټي به مې وشکوي. دا ټول هغه څه دي، چې د شیطان له خوا زموږ تورسرو ته پیچکاري کېږي. په دین کې بهانې نشته. په کوم کار چې الله جل جلاله امر درته وکړ؛ بس په هغه کې به بهانه جویي نه کوې او سمدلاسه به یې قبلوې او عملي کوې. که دې بهانې په کې جوړې کړې؛ نو الله جل جلاله به دې بدبخته کړي. ښه مثالونه یې موږ او تاسو په خپل ژوند کې ډېر لیدلي دي. مثلاً: کومه ښځه چې د خپل لېور څخه ستر او پرده نه کوي، نو د هغې ښځې او لېور اخري عواقب مو لیدلي، چې زیاتره وخت د دغه لېور او وریندار ترمنځ د زنا او نورو بدبختیو عامل ګرځېدلی دی.
همدارنګه ځینو کورنیو کې یو بل ناوړه عمل ترسره کېږي، چې اینګور د خپل خُسر لاس مچو کوي، سره د دې چې خُسر محرم دی؛ خو دومره هم نه، چې اینګور دې د خُسر لاس مچو کړي. یو عالم کیسه کوله، چې ما خلکو ته د خُسر لاس نه مچو کولو په اړه تبلیغ کاوه، ؛ نو د تبلیغ پای ته رسېدلو څخه وروسته یو ځوان راغی او راته یې وویل، چې زما مېرمنې زما د پلار لاس مچو کاوه، نو همدا د لاس مچو کېدل د دې ذریعه شوه، چې پلار مې په مېرمنې د ناوړه عمل ترسره کولو په نیت حمله وکړه؛ خو الحمدالله مېرمن مې الله وساتله، نو دا د الله په دین کې د بهانو او نورو ناروا راوجونو پیدا کولو نتیجه شوه.
یاد ساتئ مسلمانانو وروڼو! کوم کس، چې په دین عمل نه وي کړی او کامیابه شوی وي؛ یوه نمونه یې وړاندې کړئ یا داسې یو کس راوښایي، چې په دین یې عمل کړی وي او بیا ناکامه شوی وي. تاسو یوه سندرغاړې/ډمه یا ډم راوښایي، چې نېک بخته شوی وي او یا یو عالم راوښایي، چې هغه په دین عمل کړی وي او بدبخته شوی وي.
تاسو به هغه خلک، چې په مجازي نړۍ کې نن سبا د سوپر سټار په نومونو یادېږي، د هغوی له ژونده خبر یاست، ښځې یې په خپلواک کې نه دي. یوه ورځ د یو په غېږ او بله ورځ د بل په غېږ کې پرته وي. پر یو بل یې هېڅ اعتماد او باور نه وي، صرف د روپیو ګټلو لپاره دومره ذلیل ژوند تېروي.
ګرانو وروڼو او پلرونو! اولاد خوږ او مهم دی؛ خو تربیه یې له هغې هم مهمه ده. ښځه مهمه او خوږه ده؛ خو تربیه او ساتنه یې له هغه هم مهمه ده. که ښځې او اولاد ته مو ښه تربیه ورکړه، نو دا به مو په دنیا او اخرت کې د سرتاج شي، که تربیه مو سمه نه وه؛ نو سبا به مو همدغه اولاد او ښځه خدای مکړه زنا، غلا، لواطت او داسې نور ناوړه اعمال ترسره کړي، نو بیا د همدغه پلار، خاوند او ورور سر په هر مجلس کې ټیټ وي او هیچا سره د سترګو لګولو نه وي. مثلاً که چا خپلې لور ته صحیح تربیه نه وي ورکړي؛ نو سبا هغه له یو نامحرم انسان سره له کوره تښتي، نو د پلار عزت یې له خاورو سره خاورې کړ او هیچا سره د سترګو لګولو نه وي، نو همدا ډېره غټه بدبختي ده. الله مو دې له داسې بدبختي وساتي. خو که همدغه پلار خپل اولاد ته سمه تربیه ورکړې وي او سبا خپله لور یو ځوان ته په حقه نکاح ورکړي، نو همدا پلار بیا ښه په فخر خلکو ته وایي، دا زما زوم دی.
که یو کس ښه تربیه شوی وي، هغه چې کله په یو مجلس کې خبرې کوي؛ نو هر څوک پوښتنه کوي، چې دا څوک او د چا خپل دی؟ نو خپلوان یې په ډېر فخر سره وایي، دا زموږ خپل دی، خو که چا سمه تربیه نه وي لیدلې؛ نو د هغه کس له خپلوي څخه هر خپل ځان پټوي او په خپلوي یې شرمېږي.
قدرمنو وروڼو! کوم اولاد ته چې بې حده زیات ناز ورکړل شي، د هغه څخه د کمال او هنر انسان نه جوړېږي. په راتلونکي کې داسې یو کس نه ترې جوړيږي، چې د خلکو د درد دوا شي؛ ځکه چا چې خپله درد او سختي نه وي لیدلي؛ د بل چا د درد دوا کېدی نه شي.
ګرانو هېوادوالو! زموږ هېواد ډېر دردېدلی دی، داسې چاته ضرورت لري، چې زموږ د دردېدلي هېواد د درد دوا شي او زخمونه یې پټۍ کړي. شکېدلی ګرېوان یې وګنډي. د خپل اسلامي نظام ملاتړ وکړئ، ځکه کوم مشران چې اوس لرو؛ ټول دردېدلي او د بل چا لپاره هم
دوا کېدی شي.

منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *