افغانستان

اوچا: افغانستان کې وروستي سېلابونه د غنمو حاصلات کم او فقر زیاتوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ته اندېښنه ښودلې ده. دغې ادارې ویلي، دې ته په کتو سره چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ له کرنې خپلې اقتصادي اړتیاوې تامینوي او سېلابونو کرنې ته ډېر تاوان رسولی؛ سږ کال به د افغانستان غنم د دغه هېواد د خلکو ۴۰ سلنه اړتیا پوره کړي. اوچا، دې ته په کتو سره غوښتنه کړې، چې افغان فقر ځپلو سره نړیوالې بشري مرستې زیاتې شي. د افغانستان د تېرو څو ورځو سېلابونو لسګونه تنو ته مرګ ژوبله رسولې او د لسګونه کورونو او پراخو کرنیزو ځمکو د ویجاړیدو سبب شوي دي. سېلاب ځپلو له نړیوالو غوښتي، چې د عاجلو بشري مرستو د برابرولو لپاره ورته لاس په کار شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *