افغانستان

اوچا: له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا ویلي، له افغانستان سره به په هر ډول حالاتو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. یادې ادارې تېره ورځ پر ټوېټرپاڼه لیکلي، مرستندویه ادارې په افغانستان کې له ننګونو په ډک حالت کې هڅه کوي چې میلیونونه افغانانو ته مرستې ورسوي. اوچا یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړمه ورځ ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې په افغانستان کې د مرستو دوام ته ژمن دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *