
اوکادا: د اسلامي امارت غوښتنې به امنيت شورا ته وړاندې کړم
د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره د جاپان سفیر ښاغلي تاکاشي اوکاډا لیدنه کړې.په دې لیدنه کې ښاغلي تاکاشي اوکاډا افغانستان کې د نوي افغان حکومت له لوري رامنځته شوی امنیت، نشهيي توکو سره مبارزه او اقتصادي ودې په برخو کې ښې لاسته راوړنې يادې کړې.نوموړي له اسلامي امارت سره د اړيکو د پراختیا او پیاوړتیا لپاره د جاپان حکومت ژمنتیا یو ځل بیا تکرار کړې او د افغانستان په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوييمې غونډې په اړه معلومات وړاندې کړي.ښاغلي اوکاډا زیاته کړې، چې موږ په دې برخو کې ستاسو غوښتنې اورو او غواړو چې په دې غونډه کې پرې جدي بحث وکړو.د نوموړي په وینا؛ نړېوال له اسلامي امارت سره د اقلیم بدلون، د اوبو مدیریت، تاریخي اثارو، تروريزم او روغتیا په برخو کې همکاري ته لېواله دي.ورپسې مولوي امیرخان متقي د جاپان سفیر له معلوماتو مننه کړې او ویلي یې دي، چې راتلونکې وخت کې موږ د سيمې او نړۍ له هېوادونو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو پراختیا او د اقتصادي فرصتونو څخه د ګټورې استفادې لپاره اهداف ټاکلي دي.دغه راز د اسلامي امارت د امنيت ټينګښت، سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا، د مخدره توکو مخنیوي، د معتادینو درملنه او روغتیايي خدماتو په برخو کې ګټورې لاس ته راوړنې درلودلې دي.نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت او نړېوالې ټولنې ترمنځ د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې، د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو ته تهدید، د امنیت ټينګښت او نورو برخو کې ډېر موضوعات حل شوي او اوس د تعامل لپاره يوه ښه د اعتماد فضا رامنځته شوې ده.په پای کې دواړو لوریو د اړیکو په پراختیا او د همکاریو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی.