
اوکراین کې یو مسلمان د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی
په داسې حال کې چې د اوکراین او روسیې تر منځ د روانې جګړې ۵۵۸ ورځې پوره کېږي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ټلګرام په یو پیغام کې ویلي، چې د خپلې کابینې د دفاع وزیر اولکسي رزنیکوف یې له دندې لرې او پر ځای یې روستم انور اغلو اومروف د نوي دفاع وزیر په توګه نوماند کړی دی.
روستم د ازبکستان په سمرقند ښار کې زېږېدلی او اوس مهال د اوکراین تابعیت لري. که د اوکراین پارلمان نوموړي ته د تایید رایه ورکړي، نو دا به د دغه هېواد په کابینه کې لومړنی مسلمان وي، چې په لوړه څوکۍ دنده ترسره کوي.
ولسمشر زلنسکي په خپله کابینه کې دغه ادلون بدلون مهم بللی دی.
د اوکراین ولسمشر دغه پرېکړه په داسې مهال کړې، چې په دغه هېواد کې د مسکو له لوري پیل شوې جګړه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده او تازه د روسیې د دفاع وزارت ویلي، چې په تېرو دوه ورځو کې یې د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې تر ۵۰۰ ډېر اوکرایني ځواکونه وژلي دي.
خو په ورته وخت کې بیا د اوکراین دفاعي ځواکونه د روسي پوځیانو پر وړاندې د پرمختګ خبر ورکوي او وایي دې وروستیو کې یې ځینې سیمې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.