افغانستان

ايران د کانونو د استخراج او کرنې په برخه کې پانګونه کوي

شریعت: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

شریعت: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر له ځانګړي استازي او په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

دغه لیدنه چې پرون ډایره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې

د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د زیاتوالي له پاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخه کې د ایران اسلامي جمهوریت له خوا د پانګونې له پاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د ایراني پلاوي مشر حسن کاظمي قمي په افغانستان کې رامنځته شوی وضعیت بې مخینې یاد کړ او زیاته یې کړه، چې له دې وضعیت څخه باید خپله افغانان او د سیمې هېوادونه په ښه ډول ګټه پورته کړي. نوموړي زیاته کړه چې دوی چمتو دي، له افغانستان سره په اقتصادي ډګر کې همکاري وکړي.

 هغه دا هم وویل، چې ایران د کانونو په استخراج او کرنه کې په کافي اندازه تجربه لري او دوی اماده دي چې خپلې عملي تجربې له افغانانو سره شریکې او په دې برخه کې عملاً پانګونه وکړي.

په یاده ناسته کې دواړو لورو په ایران کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې، محترم ملا صاحب د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله ایران څخه مننه وکړه او د دواړو لورو د اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

په پای کې دغه ناسته مثبته او د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي پرمختیاوو وسیله وبلل شوه او ددې ډول ناستو د جوړېدو پر دوام ټینګار وشو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *