دینې لیکنېلیکنې

اھل السنة څوک دي؟

لومړۍ برخه - حافظ منیب

د امت محمدیه علی صاحبها الصلاة والسلام د لومړي دور نه تر نن ورځې پورې چې لویه طبقه او سواد اعظم پر کوم منهج او لاره روان دی، دا هغه لاره ده چې خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د نجات لار بللې او د همدغې لارې لارویانو ته اهل السنة والجماعة ویل کېږي؛ ځکه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم چې کومه ډله د قرآن، سنت او د صحابه کرامو لاره منزل ته د رسېدا لپاره غوره کړي همدغه ډله به منزل مقصود ته رسېږي او کومه ډله یا جماعت چې د دغه ذکر شويو درېو اصولو یا یو له هغو څخه پرته سفر پیل کړي هغه به په ګمراهي کې مبتلا او په نجات موندونکي جماعت کې نه بلکې په ناري او جهنمي ډلو کې به داخلېږي.

په دغه لړۍ کې د متکلم اسلام مولانا قاري محمدطیب صاحب څو خبرې د پام وړ دي، هغه فرمایي:

ژباړه: «د حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنه څخه روایت دی چې د الله رسول علیه السلام وفرمایل: زما امت به پر درېو اویا ډلو وېشل کېږي، پرته له یوې ډلې نور ټولي به په اور (جهنم) کې وي. پوښتنه ترې وشوه چې هغه (مستثنا ډله) څوک دي اې د الله رسوله؟ نو ویې فرمایل: چې هغه څوک دي چې زما او زما د صحابه و پر لاره روان وي.»

په دغه حدیث کې نبي علیه السلام د اسلامي ډلو د نجات او هلاکت یا په بل تعبیر د هغوی د حق او یا باطل کېدو معیار ښودلی،چې هغه (د خلاصون او حق لاره) زما او زما د صحابه و لاره ده، خو دغه لاره یې د شخصیتونو څخه په جلا معیار نده جوړه کړې بلکې خپل مبارک ذات او خپلو صحابه و ته یې تر منسوبولو وروسته (د حق) معیار بللې ده چې هغه لاره د دغه مبارکو شخصیاتو په ضمن کې پيدا کېدای شي، که داسې نه وای نو د معیار بیانولو په پار د نوم راوړلو یا نسبت یادولو هېڅ اړتیا نه وه بلکې د (من هم؟) په جواب کې د (ما أنا علیه وأصحابي) پر ځای باید دا ساده تعبیر ویل شوی وای چې (ماجئت به) یانې د حق معیار هماغه دی څه چې ما راوړی دی یانې شریعت؛ خو دغه شریعت یې پر ځای د دې چې د شخصیتونو نه جلا ذکر کړی وای هغوی ته یې د منسبولو مانا پرته له دې بله کومه کېدای شي چې پر کاغذ تورې نقشې د حق معیار نه دی؟!

بلکې هغه شخصیات د حق معیار دي چې په هغوی کې دغه نقشې او تيوري اعمال او احوال جوړ شوي او داسې ورسره ګډ شوي چې هېڅوک دین د هغوی څخه جلا نشي لیدلای، لنډه دا چې تيورۍ او نقشې د حق معیار نه دی،بلکې د حق معیار هغه شخصیتونه دي چې د دغه تورو او نقشو لپاره حقیقي ظرف جوړ شوی دی: ژباړه: «بلکې دا قرآن خو آیتونه دي ښکاره، د هغه چا په سینو کې چې هغوی ته پوهه ورکول شوې ده.»

او بیا د شخصیت لور ته د منسوبه کېدو په سلسله کې په ښکاره توګه د «ما» وروسته «أنا» کافي و، او داسې وینا بسنه کوله چې د نجات او هلاکت پېژندلو طریقه زما ذات دی؛ د دې لپاره چې د حق معیار یوازې د رسول الله علیه السلام ذات ثابت شي، خو ده مبارک د خپل ځان سره سم صحابه هم یاد کړل چې د هغه نه په ښکاره توګه دا ثابتېږي چې د بېلا بېلو ډلو او جماعتونو د پرتله کولو معیار چې څنګه د علیه السلام مبارک ذات دی همداسې د صحابه کرامو شخصیتونه هم دي او په همدې خاطر د مختلفو ډلو او جماعتونو د ارزولو لپاره د پیغمبر علیه السلام په شتون او نه شتون کې یوازې دا بسنه کوي چې نوموړې ډله د صحابه و له طریقې سره سم دي او که نه؟

د هغوی پر لار روان دي او که یې مقابل لوري ته مخه کړې؟

پر هغوی ښه ګومان  لري او که  سوء ظن او بې اعتمادي؟ ځکه چې د یو شي د معیار کېدلو شان همداوي.

نو د دغه حديث څخه په ښکاره توګه معلومېږي چې د رسول الله صحابه د حق معیار دی او دغه حدیث په دې اړه  صریح نص ثابتېږي چې د هغه مقصد همدا مدعاً ثابتول دي.د دې لامل دادی چې په همدې حدیث کې ښکارېږي چې نبي علیه السلام خپله طریقه په ځانګړې توګه د خپلو اصحابو طریقه بللې ده؛ چې پایله یې دا را وزي چې د هغوی پر لاره تلل زما پر پر لاره تلل دي او د هغوی پیروي زما پیروي ده، او دا همداسې ده لکه څنګه چې الله تعالی د خپل محبوب پیغمبر په اړه فرمایي:

ژباړه: «چا چې د رسول اطاعت وکړ، هغه د الله تعالی اطاعت وکړ» نو د يوي اطاعت ته بعینه د بل اطاعت ویل په دې مانا دي چې د الله او د هغه د رسول لارې جلا جلا نه بلکې کومه چې د رسول لاره ده هماغه د الله تعالی لاره ده، نو د الله تعالی د اطاعت معیار د رسول الله اطاعت دی، چا چې د رسول الله اطاعت وکړ، هغه پرته له شکه د الله تعالی اطاعت وکړ، همدغه صورت دلته هم دی چې رسول الله خپل د اطاعت معیار د صحابه و اطاعت بللی دی؛ نو که چا د صحابه کرامو اتباع کړې وه هغه د رسول الله اطاعت کړی ، بالاخر پایله یې دا شوه چې د رسول او د هغه د صحابه کرامو لارې جلا نه،بلکې د ټولو لاره یوه ده.په همدې خاطر څنګه چې رسول الله د حق او باطل معیار دی همداسې صحابه کرام هم د حق او باطل معیار دي.خلاصه دا چې صحابه کرام د حق او باطل معیار بلل یو قیاسي مسئله نه،بلکې یوه منصوصي مسئله ده.

د رسول علیه السلام د دغه حدیث د حکیمانه تشریح څخه دا خبره په ښکاره توګه  معلومېږي چې د اهل السنة والجماعة مصداق هغه ډله ده چې کتاب الله، سنت رسول الله او اجماع د شرعي حجتونو په توګه مني او د امت سواد اعظم په همدغه ټولی کې شمارل کېږي.                          ادامه لري…

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button