بېلابېلې لیکنې

ایا نړۍ ناڅاپي پیدا شوې ؟

لیکنه: دکتور غزالي/ ژباړه: محمدعلي عظمت

زموږ د ژوند پیل او دوام له یو لړ پخو او دقیقو قوانینو څخه شوی،چې عقل یې د شتون د یو ناڅاپي پیدا کېدا او ناشونتیا حکم کوي. د بېلګې په توګه ځمکه د لمر مخې ته اېښودل شوې، که دغه ټاکل شوې فاصله کمه شي یعنې ځمکه لمر ته نږدې شي نو ټول ژوندي موجودات ،لکه نباتات او حیوانات به وسوځېږي او که فاصله لرې شي ټوله ځمکه به کنګل او یخ شي، کروندې او حیوانات به له منځه لاړ شي.

ایا ګومان کوئ چې په مناسب ځای دا تودوخې د ځمکې استقرار ناڅاپي دی؟

د مد او جزر حرکت چې په سپوږمۍ پورې تړلی دی ایا امکان لري چې سپوږمۍ دې خپلې مور ته ډېره نژدې شي،نو د محیط وريځې به ټولې پورته شي او د وچې مخ به وپوښي او هر څه به له منځه لاړ شي.

چا سپوږمۍ داسې کړه چې په همدې ټاکل شوې فاصلې وي تر څو د رڼا سرچینه وي ؛ نه د هلاکت. موږ دلته د ځمکې پر مخ اکسیجن اخلو څو ژوندي پاتې شو او هغه کاربن ډای اکسایډ باسو چې په بدن کې د خوړو له سوځېدو رامنځته شوی دی.شین نبات کاربن ډای اکسایډ اخلي او په بدل کې یې اکسیجن ازادوي، د دې نا اشنا تبادلې په نتیجه کې په هوایي غلاف کې توازن پاتې کېږي چې حیوان او نبات دواړه ژوندي پاتې کوي.

ایا دغه توافق هم ناڅاپي ګڼې.

کله ناکله په یوه باغچه کې د سلګونو ګلانو تر منځ یو داسې ګل په ګوتو کې راونیسم چې لسګونه رنګونه لري، بیا له ځانه پوښتنه کوم: دا رنګونه په کوم ریتم سره یو ځای شوي، یوازې د اووه رنګي طیف رنګونه خو نه دي، مخلوط، روښانه او جادوګر دي. دلته بېلا بېل دي، هلته پرداس لرونکي، هلته لیکه، لیکه او هلته ټکی، ټکی دي. ښکته وګورم هغو خړو خاورو ته چې دغه ګلان ترې راوتلي دي یقیناً دا خاوره د ګلانو رسموونکې نه ده نه یې رنګونه ورکړي دي.

ایا دا کار تصادف دی ؟

که څوک په دغو کارونو کې داسې فکر وکړي ډېر به ناپوه وي،د ګل رنګونه د ژوند د کیسې په نسبت ډېر شکلي او منونکي دي،له یوې وړې حجرې د ژوند پیلېدل د پاخه حکمت نظام غواړي.

نو څنګه دغه غوره او کلک انسان پیدا شو او بیا څنګه دغه نړۍ پیدا شوه؟؟

ولې دا وایي: که یوه جوړه تارینه جامه دې ولیدله، تصور وکړه چې تار په خپله خوښه د ستنې په سورې کې ننوت. په خپله له ټوکر سره ونښت او خپله د سینې، منځ، لستوڼو او تڼیو د جوړولو لپاره ښکته پورته ته راته.

داسې فرض کړه چې د یو چاپ ماشین تر څنګ په یوه پاڼه عمر لیکل شوي، څه معنی؟

په دوو کې یوه خبره ده: یا به د ماشین کاروونکي په پاڼه د عمر نوم چاپ راوېستلی وي یا به دا توري په خپله تصادفاً راټول او ترتیب شوي وي.

دویم اټکل له علمي اړخه داسې دی:د ع لیکل کېدل او په پاڼه لوېدل له ۱ څخه تر ۲۸ پورې امکان لري ځکه عربي توري ۲۸ دي. د ع او م لیکل کېدل له ۱ څخه تر ۲۸× ۲۸ پورې امکان لري او د دریو واړو تورو په تصادفي ډول لیکل کېدل له ۱ څخه تر ۲۸×۲۸×۲۸ پورې امکان لري، یعنې له ۱ څخه تر ۲۱۹۵۲ پورې.نو دا به څومره ناپوه وي چې لومړۍ معقوله فرضیه پرېږدي او له هغې فرضیې اغېزمن کېږي چې په دوه ویشت زرو کې یو ځل امکان لري.په کاغذ د عمر لیکل ذهن ته په لویو سمندرونو کې د یو څاڅکي اوبو او په پراخو دښتو کې د یوې شګې  له پیدا کولو ډېر نژدې دی. پوهه د الحاد له اټکلونو او ناپوهه حکمونو بې زاره ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button