افغانستان

ایرانی پلاوی د هلمند اوبو په تړاو د خبرو لپاره کابل ته راځي

د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وايي، تر راتلونکو دوو اوونیو به د هلمند له سینده د حقابې په تړاو ایراني پلاوی د خبرو په موخه افغانستان ته سفر وکړي. نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته د دغه ایراني پلاوي د سفر لپاره د شرایطو د برابرېدو په موخه هڅې روانې دي. تازه د ایران د چاپېریال ساتنې ادارې رییس ایراني رسنیو ته ویلي، دوی به ډېر ژر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي، ترڅو له اسلامي امارت سره د ایران د اوبو حق په اړه خبرې وکړي. خو د افغانستان اسلامي امارت وايي، د هلمند د اوبو په اړه له ایران سره شوي تړون ته ژمن دی او کابل ته د ایراني پلاوي راتګ د ستونزو حل لپاره یو مثبت ګام دی. د کابل او تهران تر منځ د هلمند سیند او هامون دریاچې په اړه په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان او ایران د شاهي حکومتونو تر منځ تړون لاسلیک شوی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *