افغانستان

ایران ته د څه باندې اتو لکو ډالرو د قاچاق مخنیوی وشو

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې سرحدي ځواکونو په ابرېشم بندر کې یو تن چې غوښتل یې ۸لکه ۴سوه امریکایي ډالر د دې بندر له لارې ایران ته قاچاق کړي، نیولی دی.
ویل کیږي چې څو ورځې وړاندې هم سرحدي ځواکونو اسلام کلا بندر کې یو تن ایران ته د ۷۰ زرو ډالرو د قاچاق په تور نیولی و.
دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي ځواکونو تر دې وړاندې هم د هېواد په بندرونو او کابل نړېوال هوایي ډګر کې د سلګونه زره بهرنیو اسعارو او زرګونه ګرامه ګران بیه ګاڼو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت د ډالرو پر قاچاق بندیز لګولی او هېچا ته یې د ناقانانونه لېږد اجازه نه
ورکوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *