دینې لیکنېلیکنې

ای مسلمانه وروره !

بې له شکه زمانه آخر ده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وینا، چې کفار به په مسلمانانو داسې راټول وي لکه وږي کسان پر ډوډۍ یا دسترخوان! مثال د مسلمانانو به لکه د اوبو ځګ غوندې وي. مسلمانان به ډلې ډلې ، سمت سمت او د کفارو د لاسو آلې وي، څه چې کفار کوي، عینې کار به دوی هم کوي. رسول الله مبارک فرمایي: که چېرې کافر د مار په سوري ننوځي،نو دوی به هم ورپسې ننوځي. رښتیا هم چې هماغه وخت راغلی،مسلمان ملت په څه حالت کې قرار لري او زموږ مسلمان وروڼه څه کوي! ته به وایي چې هېڅ د دنیا له حاله ناخبره دي.
اې د غفلت په خوب ویده مسلمانه وروره! کله به ته د خواهشاتو له خوبه راپاڅې ،کله به ستا ضمیر راویښېږي ،کله به تا کې غیرت پیدا کېږي او کله به ته په اسلام، قرآن او خپل پیغمبر ننګ او غیرت کوې .
قرآن ،جومات، ممبر، ښځه، نر، ماشوم ، مدرسه مو شهیده او کلی کور مو شهید،خو ته په تش نوم د غفلت او خواهشاتو له خوبه راویښېږې، افسوس ستا پر حال چې زموږ خویندې د کفارو په زندانو کې زړې شوې، په اسلام مین ځوانان مو په شهادت ورسېدل،اسلامي خلافت مو دړې وړې شو،اسلامي خاوره مو په لسګونو هېوادونو تقسیم شوه او مسلمان هېوادونه یو بل ته داسې ګوته په ماشه ناست دي لکه سل کلن دښمن چې یو بل ته په کمین کې ناست وي.
ایا ته خبر نه یې! چې اقصی اسرائیلو نیولې؟ عراق، شام او سوریه د امریکایانو د بمونو خوراک شوه. رښتیا ووایه! چې تا هغه وېډیوګانې نه دي لیدلې چې کفارو د برما مسلمانان په ژوندانه سوځوي.که له دې هم خبر نه یې، چې کفارو ستا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په شان کې بې ادبي وکړه او د رسول الله کارتون یې جوړ کړ او بیا یې هغه جوړ کړی فلم د رسنیو له لارې خپور کړ، یا له دې نه یې خبر چې کفارو د قرآن بې حرمتي وکړه ،اور يې ورواچاو او په ډزو یې وویشت.
نه، نه ته له دې چېرته خبر یې! ځکه تا خو ټول عمر د انډیا فلمونه او سریالونه کتلي، تا خو په فېسبوک کې ټولې هغې صفحې او آیډیانې فالو کړي، چې د فحشا ،زنا او موسیقي ویډیوګانې خپروي، نو تا ته کله دا رنګه خبرونه او ویډیوګانې راځي،چې ستا ویده ضمیر پرې راویښ شي.
ته نه یې خبر چې ډاکټر عافیه صدیقه له شلو کلونو راهیسې د امریکا په زندان کې بندي ده؛ رنګارنګ ظلمونه او وحشتونه پرې تيرېږي، د مخې غاښونه یې د وهلو، ظلم او زیاتي له وجې مات شوي او په یوه شپه کې ورسره څو ځله زنا کېږي!؟
ته له دې هم نه یې خبر چې کفارو په اسلامي هېوادونو کې د ښځو او ځوانانو سربېره آن سپینږیرو سره هم په جبري توګه لواطت وکړ. د شپږو میاشتو ماشومانو پورې یې راته په زانګو کې شهیدان کړل.
شپه او ورځ یې یوه کړې،تر څو زموږ دین، ایمان، قرآن، حیا، عزت، کلتور او غیرت له منځه یوسي، خو افسوس په دې خبره راشي، چې موږ مسلمانان نن ورځ قومیت، عصبیت، لسانیت، مذهبیت او سمتیت داسې ځپلي یوو، چې اصلي دښمن را څخه پاتې او په خپلو کې لاس او ګرېوان یوو.
زه د دې عصر مسلمانانو ته هک پک حیران یم چې څه ټکه راغورځېدلې! ولې هغه د ډاکټر عافیه وا معتصما! اوآز نه اورو. ولې موږ کې هغه ځوانان نشته چې په هندوستان کې به په مسلمانانو ظلم وشو،نو له افغانستانه به لښکرې د هغو مرستې ته ورلېږل کېدې او هغوی به یې د کفارو له ظلم او زیاتي څخه ازآدول.
افسوس چې نن احمدشاه ابدالي، سلطان محمود غزنوي، ملا محمد عمر مجاهد او… نشته. هغه د خوشحال خان خټک شعر راپه زړه شو چې وایي:
زه خوشحال به له کفن سره راپاڅم
که خبر شوم چې پښتون د چا غلام شو
څه غیرتي مسلمانان مو تر خاورو لاندې شول،څه د ننګ منارونه مو ونړېدل چې تاریخ یې موږ ته اوس افسانې ښکاري.
اې مېړنيو مسلمانو وروڼو! پاڅئ د ځمکې خلافت زموږ حق دی. له قومی، سمتي او ژبني تعصبونو تېر شئ، ټول د الله جل جلاله په دین منګولې ولګوئ او نړۍ ته بیا وښایاست چې موږ د هغه غیرتي پیغمبر امتیان یو، چې د احد په میدان کې ولاړ او اوآز یې کاوه، چې زه محمد رسول الله یم، زه د عبدالمطلب زوی یم، زه ریښتینی پیغمبر یم دروغجن نه یم. ای مسلمانانو! زما خواته راشئ. سره له دې چې کفار ټول د پیغمبر علیه السلام پسې ګرځېدل تر څو هغه مبارک پیدا او شهید یې کړي په داسې حالت کې ځان ښودل او خپل موقعیت دښمن ته ښکاره کول؛ دا څه وړه خبره نه وه، ځکه د دې خبرې کولو څخه وروسته کفارو په پوره زور سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور هجوم وروړ آن تر دې چې د مبارک علیه السلام غاښونه شهیدان شول. نو راځئ، لږ غیرت په ځان کې پیدا کړو د خپلو اجدادو او سلفو صالحینو تاریخ را ژوندی کړو. د اسلامي امارت ترڅنګ کلک ودرېږو او د نړۍ مظلوم مسلمانان د کفارو له ظلم او زیاتي څخه د الله جل جلاله په نصرت خلاص کړو، ځکه چې نن سبا د نړۍ مسلمانان د افغانستان اسلامي امارت او افغان باغیوره ملت ته سترګې په لار دي، چې موږ به د کفارو له ظلم او زیاتي څخه خلاصوي. افغانستان هغه هېواد دی،چې په تېر یو قرن کې یې درې ستر قدرتونه مات او د ازادۍ بیرغ یې پورته کړی،نو الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي،چې دغه اسلامي امارت د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسوو.

لیکوال: محمد منیر فاروقي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *