لیکنېمقالی اوتبصرې

ا. ا. ا سیاسي، که فکري حرکت؟

ښایي وخت ناوخت له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا کېږي چې ا. ا. ا سیاسي حرکت او که یا هم کوم فکري خوځښت دی،چې ډېری لا هم په دې فکر دي چې اسلامي امارت ته کوم نوم ورکړي؟ یو شمېر شنونکي په دې آند دي چې امارت یو اصلاحي او دیني حرکت دی، خو ځینې یې د یوه اسلامي او سیاسي فکر نوم بولي او نور بیا وایي چې امارت یو حنفي مذهبي خوځښت دی، چې د شر او فساد ختمولو او شریعت د تطبیق په موخه تاسیس شوی دی.په دې هکله له خپل خام طبیعت او خیال سره دا پوښتنه په لاندې ټکو ځوابوم. اسلامي امارت یو داسې حرکت دی چې خپل ارزښتونه د دیني مقدساتو په خوندیتابه او د ملي ګټو په رڼا کې ساتي، خو په فکري برخه کې د کومې ځانګړې برنامې د نشت له امله، د هرې ایډیا خلک په کې خپلې هیلې او خوبونه د خپل میل مطابق تعبیروي. په دې معنا، اسلامي امارت نه داسې یو خوځښت دی لکه حزب التحریر چې هوا ګزوي او پر ټوله نړۍخیالي سلطنت مخته وړي؛ نه هم داسې بهیر دی لکه اخوان المسلمین چې د ځانګړې ګوندیزې تګلارې او تفکر د ترویج تر څنګ، سیاسي موخې هم تعقیبوي؛ نه هم د داعش په څیر توندلارې ډله ده، چې خلک د خپلې عقیدې سره د مخالفت له امله د ارتداد تر پولو په رسیدو سره واجب القتل بولي او نه هم د سیکولرو پرګنو غوندې منځلاري دي چې د یو مخیزه آزادیو تعمیل ورته نوښت بریښي او د خپلې نظریې مخالفې پرګنې له عصري پرمختګونو ناخبره او منفي ګرا بولي. د پورته تشریح له مخې ا.ا.ا د ټولو ډلو ټپلو او فکري، سیاسي او عقیدوي بنسټونو خلاف یو ځانګړی حرکت ده، چې نه خپلې لاسته راوړنې په خلکو احسان بولي، نه هم د ځانګړي لیکل شوي منشور په تعمیل خلک مکلف بولي؛ بس یواځې د هغه څه ترویج غواړي چې مذهبي متونو او دیني نصوصو په مختلفو مواردو کې پرې ترکیز کړی وي. زما په آند اسلامي امارت یو سیاسي او اصلاحي حرکت دی، چې په سخت وخت کې یې آن مخالفو ولسونو دفاع ته کار ویلی وای. دا چې اوږد جهاد يې وکړ او په لوی شمیر قربانۍ ورکړل شوې؛ خو لا هم د هغو د ژوندي ساتلو لپاره د جهادي موزیم د احیاء په هکله غور نه دی کړی، د خپلو تیرو جهادي فعالیتونو انځوریز او لیکنیز ارشیف نه لرو، د جهاد د لاسته راوړنو په هکله مستند داستانونو باندې کار نه دی پیل شوی؛ د خپلو شهیدانو سوانح، خاطرې او جهادي انګیزې مو خلکو ته نه دي رسولې، پر جهادي فکر د یوه ښوونیز نصاب او فکري صنفونو جوړښت نه تر سترګو کېږي؛ آن په واک کې له شته رسنیزو آدرسونو څخه د فکري استعمار د مخنیوي په هکله د مالوماتي خپرونو لړۍ نه لرو؛ ښایي هغه څه وي چې موږ ته دا وانمود کوي چې اسلامي امارت یعنې یواځې سیاسي خوځښت دی؛ خو د ټولنې د اصلاحي ترمیم لپاره د معروفاتو د اقامې او د منکراتو د مخنیوي هڅې هم نه پریږدي. خو دلته له ترمیم ورآخوا تازه معماري ته هم اړتیا ده، هغه ذهنونه او افکار چې په تېرو لسیزو کې سیکولرو ګردونو وځپل، اوس یې په هکله د تلپاتې اصلاح لپاره د سوټي ژبه او د ټوپک خوله حل لاره ده؟ ښایي ځواب قطعا «نه! » وي. موږ چې په دوه کلن تاج وتخت کې د اصلاحي معماري لپاره هڅه ونه کړه. نو که سبا خدای ج مکړه بیا د ناڅاپي وریځو لړۍ را خپره شوه، نو هغه پروني ناجي ملت ته به بیا کومې سترګې لرو، چې په ځان اور زغملو ته تیار وو، خو پر موږ یې اغزي نه لوریدل؟!
اوس چې ا.ا.ا د هیواد واکمن دی او د علیاء مصالحو په هکله د پرېکنده ګامونو سترګې همدوی ته ور اوړي، باید هغه څه چې د وخت تقاضا ده، په خورا متانت سره تر سره کړي او هغه وزارتونه چې په فکري، اصلاحي،، ښوونیزو، سیاسي او دیني برخو کې مسؤلیت لري، مکلف وګرځول شي، څو د مسؤلیت په اړوند برخو کې آن د تېرو دوو کلنو قضایي هم راوړي او مخته هم توند ګامونه کېږدي. تاسو وګورئ همدا اوس په کلیو او ولسونو کې هغوی چې د کوم جهادي لیډر پاتې شوني ژوندي دي، لا هم اړوند حزب ته وفادار او خپل لوري ته په هڅولو سره نفوذ لاپسې پراخوي، که په نړیواله کچه یې واخلو، د ځینو سیاسي او فکري بهیرونو خوځښت ډېر تیز وي، لامل همدا ده چې دوی پر خپلو خلکو فکري کار کړی وي. هوکې؛ له فتحې وړاندې همداسې مستعد وه، فرهنګي او فکري برخه مو همدومره پیاوړې وه او ولس تر دې زیاته راسره اوږه وړله؛ خو اوس همغسې نه د منبر خلک مسؤلیت آدا کوي، نه د دفتر او نه هم د ښوونیزو اداراتو مسؤلین…
ستونزه په دې کې ده چې دوی ته تر فتحې وروسته همغسې سوژې نه دي ورکول شوې، نه همغه اړتیاوې ور په ګوته شوې، چې له امله یې باید په دې برخه کې فعالانه رول ولوبوي. په وروستیو کې؛ هیله ده چې د ولسونو د فکري خپلونې لپاره ا.ا.ا یوه منظمه ستراتیژي جوړه کړي، څو یې پر مټ د حزب التحریر، وهابیانو، باغیانو او نورو افراطي ډلو ټپلو د فکري خوځښتونو مخه ډب او له ا.ا.ا سره د یوې اړتیا له مخې نه.؛ بلکې د یوه مثبت فکر له مخې ودرېږي. که موږ د اصلاحي برخې ترڅنګ، د فکري برخې لپاره هم پر خپل مسؤلیت ترکیز وکړو، نو هغو ولسونو چې د جمهوریت پر مهال به یې د پردیو افکارو ترویج په پټه خوله زغملو، نن به هم د معروفاتو اقامه او منکراتو ازاله خپل مسؤلیت وبولي، نه د حکومتي ارګانونو او د ولسي فکري ملاتړ له برکته به بیا هېڅ پردی اشغالګر قوت د نظام د ستنو د نړېدو فکر ونه کړي.

احمد منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *