افغانستان

باختر آژانس په چینايي ژبه هم خپرونې پیل کړې

باختر دولتي خبري آژانس د خپلو خپرونو د پراختیا او پر وخت د معلوماتو رسولو په موخه پر نورو ژبو سربېره، په چینايي ژبه هم خپلې خپرونې پیل

کړې.

باختر آژانس یوازینی دولتي آژانس دی، چې اوسمهال په دوو رسمي ژبو ( پښتو، دري) سربېره ازبکي، انګلیسي، اردو، عربي، روسي ژبو خپرونې کوي، چې اوسمهال یې په چینايي ژبه هم خپرونې پیل کړې.

د باختر آژانس اداره هڅه کوي، چې راتلونکي کې د ژورنالېزم په ډګر کې غوره چوپړ ترسره او خپلې خپرونې په ترکي ژبه هم پیل کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *