افغانستان

بادغیس کې د څښاک اوبو ۷ پروژې پیل شوې

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په یو‌شمېر ښوونځیو کې د څښاک پاکو اوبو د برابرولو اووه پروژې پیل شوې دي.د دوی په وینا، دغه پروژې د یونېسف په مالي ملاتړ مرکز قلعه‌نو او ولسوالیو کې پیل شوي چې په لمریزې برښنا به سمبال وي.د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله وايي چې دغه پروژې د یاد ولایت د قادس او بالامرغاب په ځینو ښوونځیو کې د ۳۷.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوي دي.د نوموړي په وینا، دې پروژو کې د څښاک پاکو اوبو برابرول او څو ژورو څاه‌ګانو کیندل شامل دي چې څه باندې ۹زره زده‌کوونکو او د سیمو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي.د بادغیس د والي ویاند زیاته کړه چې پیل شوې پروژې به د یوه کورني شرکت له لوري پلې کېږي چې شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
بادغیس کې د زده‌کوونکو سربېره د یو‌شمېر سیمو اوسېدونکي هم د څښاک پاکو اوبو کمښت سره مخ دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *