افغانستان

بامیانو ته د ګڼو سیلانیانو پام وراوښتی

د بامیانو ځایي چارواکي وایي، چې په اختریزو رخصتیو کې د دغه ولایت تفریحي سیمو ته د سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.  د بند امیر ملي پارک وروسته قاضیان دره په وروستیو کلونو کې د سېلانیانو لپاره مهمه سیمه ګڼل کېږي. بامیانو ته ورغلي سیلانیان د امنیت ټینګښت او د لارو امنیت ته خوشحاله دي او له مسوولینو غواړي چې د دغه ولایت تفریح ځایونو کې سېلانیانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. بلخوا د بامیانو ولایت ځایي چارواکي بیا وايي، چې په یاد ولایت کې د سېلانیانو د امنیت ټینګښت لپاره امنیتي تدابیر څو برابره لوړ کړي دي.د بامیانو والي د اختر شپو ورځو کې په خپله د امنیتي کمربندونو کتنه کړې او د امنیت ډاډ یې څرګند کړی و

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button