افغانستان

بامیانو کې د ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپیان شوي

د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۸ تنه ټپیان شوي دي.د بامیانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کرولا موټرو د ټکر په پایله کې ۸ تنه ټپیان شوي دي.هغه زیاته کړه، چې د پېښې ټپیان د یاد ولایت مرکزي
روغتون ته لېږدول شوي او د ټپیان روغتیایي حالت نازک ښودل شوی دی.
د پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *