
افغانستان
بامیانو کې د سربو او جستو کانونه استخراجېږي
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په بامیانو کې د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې د افغان دراني د کان کیندنې او پروسس شرکت سره لاسلیک کړی دی.
د بامیانو د اول نمبریکه و لنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل ساحې د سربو او جستو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت له رییس سره لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده، چې دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت ته ورکړل شو.