افغانستان

بامیانو کې زرګونه کیلوګرامه بېلابېل نشه يي توکي وسوځول شول

د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې تېر ۱۴۰۱ ه ش کال په بېلابېلا عملیاتو کې نیول شوي زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي له منځه یوړل شول.د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وویل، چې تېر کال د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ځواکونو ۱۶ زره ۷۴۴ کیلوګرامه یامه، ۹۲۰ کیلوګرامه کاستیک، نږدې ۱۲ کیلوګرامه چرس او تریاک، ۱۸۷ ګرامه هیرویین، ۱۵۳ ګرامه ښیښه، ۳۴۰ ټابلېټ کا ګولۍ،۹.۵ لېټره الکولي مشروبات او ۶۷۴ لېټره تېزاب نیولي وو، چې نن له منځه یوړل شول.یاد نشه يي توکي په داسې حال کې سوځول کېږي، چې څه موده وړاندې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یوه فرمان پر صادرولو سره د نشه يي توکو د سوځولو امر کړی وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *