مقالی اوتبصرې

باور بحران،  ټاکنیز سیستمونه  او عامه بې  باوري

ټاکنې د ډیموکراسۍ د ملا تېر ګڼل کېږي چې د ډیموکراسۍ له پیل سره سم یو شمېر غربي هېوادونو د خپلو حکومتونو د جوړونې لپاره ترې استفاده کړې. د ټاکنو د عمل دایره ورځ تر بلې پراخېدله چې بالآخره له غربي ټولنې څخه یې یو شمېر اسلامي هېوادونو ته هم سرایت وکړ. د شلمې پېړۍ را پدېخوا ټاکنو په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې بازار پیدا کړ او بالآخره اړوند هېوادونه هم د ډیموکراسۍ په ګرداب کې راګير شول، چې تر نن ورځې پورې د ډیموکراسۍ په راوړل شوې ډالۍ (ټاکنو) باندې خپل حکومتونه جوړوي او د یو الګو سیستم په سترګه ورته ګوري.

په غربي ټولنه کې ټاکنې د ولس د چوپتیا لپاره تر ټولو اغېزمنه پروسه ده چې له مخې یې دولتونه خپل ملتونه په دې قانع کوي چې د دوی رایې ته لومړیتوب ورکول کېږي او هر څوک خپل نوماند ته خپله رایه ورکوي. دا چې په وروستۍ مرحله کې د ولس رایه څومره وزن لري، یوازې هغوی ته معلومات کېږي چې د ټاکنیز سیستم په سر کې قرار لري. د دې لپاره چې د ډیموکراسۍ ارمغان باندې بحث وشي چې په رښتیا سره د ولس رایې ته د درناوي په سترګه کتل کېږي او که هسې ولس ورباندې تېر ایستل کېږي، د درېیمې نړۍ د هېوادونو ټاکنیز سیستمونه یې څرګندې بېلګې دي.

د تېر شل کلن جمهوریت پرمهال د ولسمشرۍ لپاره څلور ځلې ټاکنې ترسره شوې، که څه هم په لومړیو وختونو کې افغانان د ټاکنو او ډیموکراسۍ سره نابلده ول، څه چې د ټاکنیز سیستم د مسئولینو لخوا  ورته ویل کېدل دوی هم منل،خو کله چې دوهم درېیم او څلورم ځل ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، د ډیموکراسۍ اصلي څېره افغان ولس ته بربنډه شوه او پدې وپوهېدل چې ډیموکراسي او ټاکنې هسې د وخت ضایع کېدل دي، د ولسمشر او کشر ټاکل یوازې او یوازې د بهرنیانو په لاس کې دي. همدا وجه وه چې د جمهوریت په وروستیو ټاکنو کې د څلوېښت ميلیوني نفوس څخه یوازې یو ميلیون وګړو ګډون کړی و.

پر ټاکنیز سیستم او ډیموکراسۍ د عامه باور بایلنې بله څرګنده بېلګه زموږ په ګاونډي هېواد ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو پروسه ګڼلی شو. شاوخوا دوه هفتې مخکې ایران کې د ولسمشریزو ټاکنو پروسه پیل شوه، چې په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند د ولسمشرۍ لپاره ټاکل شوې رایې ترلاسه نه کړې او ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې. په دوهم پړاو کې چې د تېرې جمعې په ورځ ترسره شو، د دوه مخکښو نوماندانو په پایله کې مسعود پزشکیان د ۳/۱۶ ميلیونه رایو په ترلاسه کولو سره د ولسمشرۍ لپاره بریالی وګڼل شو. بلخوا، د پزشکیان حریف سعید جلیلي ۵/۱۳ ميلیونه رایې ترلاسه کړې.

که د ایران وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې د حقايقو په رڼا کې وتلل شي، پر ټاکنیز سیستم او ډیموکراسۍ باندې د عامه باور اغېزې به جوتې شي. د ایران ټول نفوس تقریبا ۹۰ ميلیونه دی، چې ۶۴ ميلیونه وګړي یې د ټاکنیز سیستم له مخې د رایې ورکونې اهل ګڼل کېږي. د جمعې د ورځې د دواړو مخکښو نوماندانو رایې تقریبا ۳۰ ميلیونه کېږي چې د ایران د رایې ورکونې د ټول نفوس له نیمائي نه هم کم دی. اوس که د سعید جلیلي پلویان هم ترې منفي کړو دا به جوته شي چې د ایران نوی ولسمشر د ۱۶ ميلیونه وګړو لخوا ټاکل شوی ، ترڅو ۹۰ ميلیونه وګړو باندې حکومت وکړي. د ډیموکراسۍ د اصولو له مخې هر څوک د خپل رهبر یا مشر د ټاکنې حق لري او هر څوک آزاد دی چې په خپل طبعیت خپله رایه وکاروي.

د دې ترڅنګ، د ډیموکراسۍ د ټاکنیز سیستم له مخې اکثریت ته لومړیتوب ورکول کېږي. که د ایران قضیه باندې هر اړخیز بحث وشي، همدا به کافي وي چې نور د ډیموکراسۍ او ټاکنو په سیستم باندې چلیپا را کش شي. ټاکنیز سیستم او ډیموکراسي د بې باورۍ په بحران کې را ګير دی، د ایران په شان پر مختللی هېواد خپل ولس ته قناعت نه شي ورکولی، ترڅو په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او خپل راتلونکی په خپله وټاکي. سربېره پردې، په غربي ټولنه کې د ډیموکراسۍ اصلي څېره هم بربنډېږي او ورځ تر بلې ولسونه په خپلو حکومتونو باندې باور بایلي. که د انګلستان وروستۍ ټاکنې له مخکینیو کلونو سره پرتله شي، د پخوا پر پرتله څو چنده وګړو په ټاکنو کې ونډه نه ده اخیستې او پدې پوهېدلي چې ټاکنې يوازې د ولس د تېرایستنې ناکامه هڅه ده.

په پایله کې ویلای شو چې ډیموکراسي یو پیاوړی او ټولمنلی نظام نه دی چې د حکومت جوړونې ټولې ستونزې په رښتینې بڼه حل کړي؛ بلکې یوازې د ولس د تېراېستنې یوه هڅه ده ترڅو ولس ورباندې چوپ کړي او په خپله خوښه حکومت جوړ کړي. په ټاکنیزو سیستمونو کې د روڼتیا نشتون د ډیموکراسۍ په تابوت باندې وروستی مېخ ټک وهل دي او د وخت په تېرېدو سره به ولسونه دې ته تیار شي چې له ټاکنو سره مخه ښه وکړي.

محمد جاوید فدايي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button