نړۍ

بایډن: اوکراین ممکن لا ډېرې سیمې له لاسه ورکړي

وروسته تر هغې چې روسي ځواکونو د اوکراین یو بل ښار اودیوکا هم ونیوه، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې که اوکراین ته پر وخت او کافي مرستې وه نه رسېږي، نو دغه هېواد به نورې سیمې او ښارونه هم له لاسه ورکړي.بایډن ویلي، چې د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي سره یې ژمنه کړې، چې په کافي اندازه مرستې به ورته برابروي.وړمه ورځ د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته له اوکرایني ځواکونو څخه د اودیوکا ښار د نیول کېدو راپور ورکړی وه.اودیوکا ښار له دونتسک سره نږدې دی او د روسي چارواکو په خبره ځواکونو یې د دغه ښار کابو ۳۱ کیلومټره خاوره نیولې او د دغو پراخو عملیاتو په لړ کې یې یواځې په ورستیو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۰۰ اوکرایني سرتیري وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *