افغانستان

بدخشان او بغلان کې سېـلابونو ۵۰۰ کــورونه ویجــاړ کړي

په بدخشان او بغلان کې مرګونو سېلابونو بیاځلې سلګونه کورونه ویجاړ او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې وړې ده.

یادو سېلابونو د بدخشان په یمګان ولسوالۍ کې سل کورونه ویجاړ، سلګونه څاروي یې وژلي او شاوخوا زر جریبه ځمکه یې شاړه کړې ده.

دغو سېلابونو د یمګان ورهاخوا په مرکز فیض اباد، ارګو او خاش ولسوالیو کې هم خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

وی کیږي چې د وړمې شپې سېلابونو د بدخشان د مرکز فیض اباد اړوند په موجک سیمه کې د یوې کورنۍ لس تنه شهیدان کړي دي.

د بغلان ځایي مسوولین وايي چې د وړمې ورځې راوتو سېلابونو د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب، ظهرابي، چهارشنبې بازار ، ډنډغوري ولسوالیو او د پلخمري په شمرق او کارته اتفاق سیمو کې د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه شهیدان شوي او ۴۰۰ کورونه نیمه ویجاړ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button