افغانستان

بدخشان ته د بهرنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی

د بدخشان ولایت سرحدي ولسوالیو ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی. سیمه ییز چارواکي وايي، په پامیر کې هوسا طبیعت، د واورینو پړانګانو او نورو نادرو وحشي حیواناتو شته والی او د امنیت ښه والی، د بهرنیو او کورنیو سیلانیانو پام ځانته اړولی دی. دوی وايي، چې هره میاشت لسګونه بهرني او زرګونه کورني سیلانیان له سرحدي ولسوالیو لیدنه کوي. سیلانیان هم د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د سرحدي ولسوالیو امنیت ښه بولي او وايي، چې د ولسوالیو طبیعي منظرې او هوا په نړۍ کې بې سارې ده. واخان ولسوالۍ، د فیض باد ښار شمال ختځ ته په ۳۰۰ کیلو متره کې پرته ده او د تاجکستان، پاکستان او چین له هېوادونو سره نږدې ۵۰۰ سوه کیلو متره ګډه پوله لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *