افغانستان

بدخشان کې د الکولي مشروباتو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه

د بدخشان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې د دغه مدیریت منسوبینو د الکولي مشروباتو یوه کارخونه له منځه وړې ده. د دغه ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر شفیق الله حفیظي باختر آژانس ته وویل، چې دغه کارخونه د کشم ولسوالۍ په مرکز کې له منځه وړل شوې، چې په کې ۱۵ لېټره شراب هم نیول شوي دي.
د نوموړي په وینا، په دغه ولایت کې د نشه يي توکو د کښت، پېر او پلور پر وړاندې یې جدي مبارزې کړې او تر دې دمه یې په مرکز او ارګو ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.
حفیظي زیاته کړه، چې د دغه قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي، چې له څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *