
بدخشان کې د غالۍ اوبدلو صنعت وده کړې
په بدخشان ولایت کې د غالیو د تولید کچه د تېرو کلونو په پرتله ۴۰ سلنه لوړه شوې ده. د دې ولایت د غالۍ اوبدلو د اتحاديې مسوولین وايي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د تړل کېدو وروسته ګڼ شمېر نجونو د غالیو اوبدلو ته مخه کړې ده. یادې نجونې چې په غالۍ اوبدلو بوختې دي له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د بدخشان د غالیو اوبدونکو اتحادیې مشر وايي، د تېرو کلونو په پرتله د غالیو د تولید کچه ۴۰ سلنه لوړه شوې ده. په همدې حال کې دبدخشان د صنایعو او سوداګرۍ ریاست چارواکي وايي، هڅه کوي، چې په بدخشان کې د تولید شويو غالیو لپاره بازار موندنه وکړي او په دغه ولایت کې د غالیو د خرڅلاو لپاره بازار پیدا کړي. د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د مسوولینو د معلوماتو له مخې اوسمهال په دغه ولایت کې څه باندې لس د غالیو اوبدلو کارخونې فعالې دي چې له ۳۰۰ زیاتې ښځې پکې په کار بوختې دي.