
بدخشان کې د یو شمېر نیمګړو پروژو چارې پیليږي
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار عتیق الله مسلم د یوه پلاوي په مشرۍ بدخشان ته د سفر پرمهال د یاد ولایت د ارګو او بهارک ولسوالیو له نیمګړو پروژو څخه لیدنه وکړه.
د بدخشان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس قاري قطب الدين د هغوي او د کرنې وزارت پلاوي په بهارک او ارګو ولسوالۍ کې د څېړنې له فارم او طبيعي زېرمو او نیمګړو پروژو څخه ليدنې پرمهال وویل، چې د اسلامي امارت له بریا مخکې د پنج آمو
پروژه د اسیا پراختیايي بانک له خوا تمویل شوې وه، چې د دغه ولایت په کچه د اوبو لګولو او طبیعي زېرمو د مدیریت په موخه یې کار کاوه، خو د څلورو پروژو چارې نیمګړې پاتې دي.
د هغه په وينا، د دغو پروژو چارې به د اسيايي پراختيايي بانک له بودجې څخه د ٢٠ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شي، چې پیسې یې د اسلامي امارت له راتګ مخکې د پراختيايي شوراګانو حساب ته لېږدول شوې وې.