افغانستان

بدخشان کې سلګونه نجونې له دیني مدرسې فارغې شوې

د بدخشان په مرکز فیض آباد ښار کې د جامعه الصالحات ام المؤمنین عایشه صدیقه (رض) د نجونو له ځانګړې دیني مدرسې څخه ٣٠٠ نجونې فارغې شوې.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بدخشان د استناف څارنوالۍ رییس مفتي مجیب‌الرحمن آخندزاده وویل، چې دغه مدرسه د روژې مبارکې میاشتې څخه مخکې د امربالمعروف او نهی المنکر، پوهنې ریاستونو او د استناف څارنوالۍ په همکارۍ پرانیستل شوه، چې له نېکه مرغه نن ترې د تفسیر شریف له دورې ٣٠٠ نجونې له ۴۵ ورځو زده کړو وروسته فارغې شوې.
ورته مهال د تفسیر شریف دورې مدرس مولوي ایام الدین مخلص وویل، چې د دیني زده کړو برخه کې د نجونو او مېرمنو لېوالتيا هیله بښونکې ده او ولایتي ادارې له مسوولینو یې غوښتنه وکړه، چې د نجونو دیني زده کړو لپاره ولسوالیو کې هم زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې له یادې دورې څخه فارغ شوې نجونې او مېرمنې د دیني زده کړو لپاره د رامنځته شوې فضا څخه خوښي ښیي او د دوام غوښتنه یې کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *