افغانستان

بدخشان کې ټرافیکي پېښې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور ریس حکمت الله محمدي ویلي چې په دې ولایت کې یوې ترافیکي پېښې ۴ کسان وژلي او ۷ نور ټپیان دي. د محمدي په خبره، دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۱۰ بجې د یفتل پایان ولسوالۍ په دهن سابات سیمه کې شوې ده. د پېښې قربانیان ټول د لغمان اوسېدونکي دي، چې په لنډ کروزر ډوله موټر کې د یاد ولایت له راغستان ولسوالۍ څخه مرکز فیض اباد ته پر لار روان وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button