نړۍ

برازیل کې سېلابونو ګڼ زیانونه اړولي

 

د برازیل چارواکو ویلي چې په سوېلي ایالت ریو ګرانډې کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۹۰ تنو ته رسېدلی او د ۱۳۱ نورو کسانو برخلیک معلوم نه دی. د مرستندويو ادارو د معلوماتو له مخې د سېلاب له امله ۱۵۵ زره نور کسان بې کوره شوي دي. ویل کیږي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې خلک په سړکونو ویده کېږي او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي. په برازیل کې تېره اوونۍ سخت بارانونه اورېدلي، چې د سیندونو د ډکېدو، د ښارونو د ډوبېدو او په ټول ښار کې د سړکونو او پلونو د ویجاړیدو لامل شول. د برازیل ولسمشر په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، تر هغو چې اوبه کمې نه شي، د سېلاب له امله د اوښتو زیانونو اندازه به کمه نه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button