کاغذ

بريټانوي پوځيانو په افغانستان کې نږدې  ۶۴ ماشومان وژلي

بريټانوي پوځيانو په افغانستان کې د خپلو عملياتو پر مهال لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي چې وروسته يې کورنيو ته تاوان ورکړل شوی دی.

بريټانوي پوځيانو په افغانستان کې د خپلو عملياتو پر مهال لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي چې وروسته يې کورنيو ته تاوان ورکړل شوی دی. د بريټانيې د دفاع وزارت تر دې وړاندې د ورته پېښو شمېر يوازې ۱۶ ښودلی و خو تازه ارقام بيا د چريټي اکشن په نوم يوه بنسټ ترلاسه کړي او خپاره کړي دي. په دې تړاو خپرو شويو راپورونو کې راغلي چې بريټانوي پوځيانو له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۴ کال پورې په هلمند کې د عملياتو پر مهال لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي چې نږدې نيمايي هغو یې له لسو کلونو لږ عمرونه درلودل. چريټي اکشن وايي چې د وژل شويو ماشومانو کورنيو ته په منځني ډول ۱۶۰۰ پونډه تاوان ورکړل شوی دی. دې ادارې د بريټانيا پر دفاع وزارت نيوکه کړې چې د دغو ارقامو په خپرولو کې يې ځنډ او ناغېړي کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *