
برېتانوي پانګه وال د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره لېوالتيا ښودلې
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست شيخ الحديث شهاب الدين دلاور له بريتانيوي پانګه وال آنتوني رد سره وکتل.باختر آژانس ته د کانونو او پټرولیم وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان پر طبيعي زېرمو د پانګونې ترڅنګ، د بهرنيو شرکتونو د جلب او جذب لپاره د مناسبو شرايطو او په هېواد کې د امنيت تامين په اړه بحث او خبرې کړې دي.همدا رنګه، بريتانيوي پانګه وال د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا ښودلې ده.د کانونواو پټروليم وزارت سرپرست هم، د افغانستان پر کانونو د پانګونې لپاره د یاد پانګه وال د لېوالتيا هرکلی کړی او بهرنيو شرکتونو ته د لازمو همکاريو او اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د همکاريو ژمنه کړې ده.دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او د فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.