
افغانستان
برېښنا شرکت خپل یو غصب شوی ملکیت بیرته ترلاسه کړ
شریعت: د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو په پلازمېنه کابل کې له غصب څخه د دغه شرکت د ۱۳۹ متر مربع جایداد د خلاصولو خبر ورکړی دی.
شریعت: د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو په پلازمېنه کابل کې له غصب څخه د دغه شرکت د ۱۳۹ متر مربع جایداد د خلاصولو خبر ورکړی دی.
سرچینې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې یاد جایداد د کابل ښار د ۱۱مې ناحیې اړوند د سرور کاینات جومات په سیمه کې موقیعیت درلود او له تېرو څو کلونو راهیسې د یوه زورواکي له لوري غصب شوی و.
د افغانستان برېښنا شرکت همدارنګه ویلي، چې په دې سره به هره میاشت کابو ۱۵۰ زره افغانۍ ګټه د یاد شرکت په حساب کې ډېره شي.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه شرکت خپل ټول غصب شوي جایدادونه بېرته له غصب څخه خلاصوي.