اقتصاد او رغونه

برېښنا شرکت: د سلما بند درېیم توربين چارې به ژر بشپړې شي

د افغانستان برېښناشر کت مسوولینو ویلي، په هرات کې د سلما برېښنا بند د درېیم توربین د بیارغونې چارې به ډېر ژر بشپړې شي.

دغه شرکت پرون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هرات د حوزوي څانګې عملیاتي کارکوونکو د سلما برېښنا بند د تولید فابریکې درېیم توربین د تخنیکي وسایلو د ترمیم چارې ګړندۍ کړي او ټاکل شوې ده په لنډ مهال کې بېرته فعال شي.

د سرچينې په خبره، د سلما برېښنا بند دوه توربينونه اوس فعال دي، چې د درېيم توربين په فعالېدو سره به د برېښنا په توليد کې د پام وړ زياتوالى راشي.

برېښنا شرکت ویلي چې د کورنیو برېښنا تولیدونکو سرچینو بیارغونه یې له لومړیتوبونو څخه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button