افغانستان

بغلان کې د بشري مرستو په زیاتېدو ټینګار وشوه

د اوچا مسؤلینو د بغلان د اقتصاد ریاست له مسؤلینو سره د همغږۍ په ناسته کې په دې ولایت کې د بشري مرستو په زیاتېدو، د موسساتو د فعالیت په ډېروالي او خلکو ته د کاري زمینې په برابرولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې اړمنو کورنیو ته باید مرستې پر وخت ورسېږي.
د بغلان د اقتصاد رییس عبدالمتین اخندزاده وویل، چې په دې ناسته کې یې د شمال ختیځ زون د اوچا د دفتر له مسؤلې ماریاوینویلارادریګوز سره وزګارو کسانو ته د کاري زمینې په برابرولو، بېوزلو کورنیو ته د مرستو په رسولو او نورو برخو خبرې کړي او دغه راز یې غوښتنه کړې، چې وچکالۍ د بغلان په پرمختیايي او پراختیايي چارو ناسمه اغېزه کړې او پکار نادولتي مؤسساتو ته ده، چې په دې دواړو برخو کې خپله پاملرنه زیاته کړي.
اخندزاده زیاته کړه چې په دې ناسته کې دواړو خواوو په بغلان ولایت کی د بشري مرستو په زیاتېدو، د کار په بدل کې د پیسو د وېش د پروژو په ارزښت او اهمیت، په لرې پرتو ولسوالیو کې د موسساتو د فعالیت په زیاتوالي، ولایتي انجوګانو ته د پروژو په ورکولو او اړمنو خلکو ته د بشري مرستو په رسولو بحث شوی او د اوچا د شمال ختیځ زون مسؤلې هم ټينګار کړی، چې خلکو ته کارموندنه، بشري مرستې او د نا دولتي مؤسساتو د فعالیت پراخول د دوی د کار لومړیتوب دی.
په همدې مهال د بغلان اوسېدونکي وايي، چې اوچا او نور نړیوال مرستندویه بنسټونه باید د بشري مرستو ترڅنګ په دې ولایت کې پراختیايي پروژې پلې کړي او بنسټيز کارونه په خپل لومړیتوب کې راولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *