افغانستاناقتصاد او رغونه

بغلان کې د شاتو مچیو صنعت ډېر شوی

بغلان کې هغه کسان چې د شاتو د مچیو په روزنه او د شاتو په تولید بوخت دي وايي، چې په دې ولایت کې تر پخوا د شاتو د مچیو صنعت ډېر شوی خو د وروستیو بې وخته اورښتونو او ناسمو موسمونو له امله یې د شاتو تولید کم شوی دی.
معلم محمد سالم په بغلان کې د مچیو درلودونکی وايي، چې تېر او سږ کال په بغلان کې د شاتو تولید کچه راټيټه شوې او دغه راز یې د شاتو لسګونه صندوقه مچۍ د وروستیو اورښتونو او دوړو له امله مړې شوې دي.
سالم زیاتوي، چې که حکومت او اړونده بنسټونه د شاتو د مچیو له کوپراتیفونو سره مرستې ونه کړي نو په دې ولایت کې به دغه صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ شي.
په همدې مهال د افغانستان د شاتو د مچیو د همغږۍ د اتحادیې مسوول عبدالرب حمیدي وايي، چې د شاتو د مچیو صنعت ۴۰ سلنه په دې ولایت کې ډېر شوی خو د شاتو تولید بیا کم شوی دی.
حمیدي که څه هم کره شمېرې په لاس کې نه لري خو وايي، چې د مچیو لپاره د خوراکي موادو نشتوالی، بې وخته اورښتونه او ناسم موسم د شاتو د تولید د کمېدو اصلي لاملونه دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *