
افغانستان
بغلان کې له حقانیه مدرسې څخه لسګونه تنه فارغ شول
د بغلان په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حقانیه مدرسې له وړې، لویې دورې او حفظ برخې څخه ۳۴ تنه فارغ او د فضیلت دستارونه یې وتړل.
په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وویل، چې د حقانیه مدرسې د حفظ له برخې څخه ۱۳ تنه، د وړې دورې څخه ۷ تنه له لویې دورې څخه ۱۴ تنه فارغ او د یوې علمي او دیني غونډې په ترڅ کې د فضیلت دستارونه ور وتړل شول.
د دغې مدرسې مشرشیخ عبدالغني وویل، چې په اوسنیو شرایطو کې دیني مدرسې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د دیني زده کړو د لا پراخېدو په موخه اسلامي امارت ته په کار ده، چې له دیني مدرسو څخه په هر اړخیز ډول ملاتړ وکړي او اقتصادي ستونزې یې ورحل کړي.