
بغلان کې له راغلي امنيته د اهل تشيع مشرانو خوښي
د بغلان ولایت د پلخمري اړوند د گاوسوارو د سیمې د اهل تشیع دیني عالمانو او قومي مشرانو د بغلان له امنیه قومندان سره په لیدنه کې له امنیتي ځواکونو سره د خپلو همکاریو د ډېرولو ډاډ ورکړی او د رامنځ ته شوي امنیت څخه یې خوښي ښودلې. د ګاوسوارو د سیمې دیني عالم کرم علي د امنيت د تامينولو په برخه کې د امنيتي ځواکونو د هلو ځلو او له خلکو سره د پوليسو له ښه چلند څخه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه :«د بغلان ولايت د اهل تشیع قوم له ملي پوليسو او اسلامی نظام پوره ملاتړ کوي او موږ به د دې موجوده امنیت د ښه والې لپاره له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه کړو.»نوموړي زیاته کړه چې د ډاډمن امنیت په شتون کې دوی خپلې چارې او مذهبي مراسم ترسره کوي او هېڅ امنیتي ستونزه چې د دوی ژوند وګواښي شتون نه لري.د بغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال الحاج ملا جان محمد حمزه د امنیت په راوستو کې د اهل تشیع د دیني عالمانو، قومي مشرانو او عامو ولسونو د همغږۍ او همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د بغلان ولایت پولیس د ټولو ښاریانو د ژوند او مال د خوندیتوب لپاره هلې ځلې کوي او هغوي ته یې ډاډ وړکر چې د امنیت په تامین کې به له هېڅ راز هلو ځلو څخه په شا نه شي.حمزه وویل:« په موږ کې هېڅ قوم او هېڅ څوک لومړیتوب نه لري، زموږ نظام اسلامي نظام دی او د ټولنې د ټولو قبایلو او ملیتونه ساتنه او حفاظت زموږ دیني او وجداني وجیبه ده، ان شاءالله زموږ او ستاسو مشرانو تر منځ اړیکې پیاوړې کېږي، زموږ د قوماندانۍ دروازې تل ستاسو ګرانو هېوادوالو پر مخ خلاصې دې هر کله کولای شي راشئ او د امنیت ښه والي او د ولس او امنیتي چارواکو اړیکو د لا ښه والي لپاره ماته او نورو مشرانو ته لازمې لارښوونې وکړې ان شاءالله ستاسو ستونزو ته به ژر تر ژره پاملرنه کېږي او په پوره توګه حل کېږي».په همدې مهال د بغلان د نورو سیمو اوسېدونکي هم له امنیې قومندانۍ غواړي چې لا دې خپلې هلې ځلې د امنیت خوندیتوب په موخه چټکې کړي څو هېڅ ډول امنیتي ستونزه رامنځ ته نه شي.