افغانستان

بغلان کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه شوې

د بغلان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت مسوولین وايي، چې د تېرو دوو کلونو په بهیر کې په نشه يي توکو د ۳۴۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.د بغلان د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاد مدیریت د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره د جدي مبارزې ترڅنګ د یاد ولایت له بېلا بېلو سیمو څخه ۳۴۰۰ روږدي کسان راټول کړي او په دوو کمپونو کې یې درملنه کړې او بېرته عادي ژوند ته راستانه شوي دي
د نوموړي زیاته کړه:«دا مهال شاوخوا ۲۵۰ روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او د سړې هوا په راتګ سره هېڅ روږدی به په پرانیستې فضا کې وخت نه تيروي او موږ هڅه کوو، چې له بغلان څخه ټول روږدي کسان راټول کړو».د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې کارپوه فضل الحق قلندري وویل اعتیاد د اقتصادي او ټولنیزو زیانونو ګڼ اړخونه لري روږدی کس په حقیقت کې ناروغ دی او ناروغه ټولنه هیڅکله اقتصادي پرمختک نشي کولای همدارنګه زیاته یې کړه په نشه يي توکو روږدي کس د خپل د کورنۍ او ټولنې دروند بار دی او نشه يي توکو ګټه یوازې له هېواد څخه بهر د څو مافیايي کړیو جېبونو ته ځي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *