
بغلان کې کروندګر رومیانو ته مناسب بازار او سړې خونې غواړي
د بغلان ولایت په دهنه غوري، پلخمري، مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو کې کروندګر وايي، چې سږکال یې تر نورو کلونو د رومیانو حاصلات ښه خو د پلور لپاره یې مناسب بازار او د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه لري.د دهنه غوري ولسوالۍ د شهرنو سیمې یوتن کروندګرسید احمد وایي، چې سږکال د رومیانو حاصلات بیخي ښه دي خو د پلور لپاره مناسب بازار او د ساتنې لپاره سړې خونې نه لري.
سید احمد وویل:« کله چې له پاکستان څخه رومیان راځي یوه کیلو یې په افغانستان کې په اتیا افغانۍ پلورل کېږي خو کله چې زموږ رومیان ورسېږي بیا یې یومن په ۳۴ افغانۍ پلورل کېږي، موږ ته باید حکومت او د کرنې وزارت سړې خونې جوړې کړي.»
د ډنډغوري د سیمې یوه کروندګر محمد یوسف وویل:« د رومیانو د پلور بیې بیخي ټيټې دي او موږ نه شو کولای چې خپل لګښتونه پوره کړو، له یوې خوا سږکال اوبه کمې وې او بل پلو آفتونه هم زیات وو».
د مرکزي بغلان کروندګر محمد اشرف وویل: « اوبه بېخي زیاتې کمې وې، یوه ځای ته چې اوبه ورسېږي نو بل ځای ته نه رسېږي، اوس جلاپان روميان په کمه بیه پېري خو که یې ونه پلورو نو د ساتلو لپاره یې سړې خونې او مناسب ځایونه نه لرو».
ورته مهال د بغلان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست مسوولین مني چې په دې ولایت کې د اوبو کمښت او د رومیانو د ساتلو لپاره سړې خونې نشته، خو ژمنه کوي چې د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.