افغانستان

بلخ کې د امو سیند تخریب خلک اندېښمن کړي دي

د بلخ ولایت د شورتېپې ولسوالۍ اوسېدونکي د امو سیند د غاړو د پخولو غوښتنه کوي. دوی وايي، چې د امو سیند د دې ولسوالۍ ځمکه پر ځان ورګډوي او د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي، د معیاري سړکونو، پوهنې، روغتیايي خدمتونو، برېښنا او مخابراتي شبکو ته د لاسرسي د نشتوالي له امله شکایت کوي. د شورتېپې ولسوالۍ چارواکي د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې مني او وايي چې د دغو ستونزو د حل په موخه یې له لوړ پوړو دولتي چارواکو سره خبرې کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې د امو سیند څخه د قوش تېپې کانال د جوړېدو لومړی پړاو بشپړ شوی او په دویم پړاو یې کار پيل شوی دی. خلک او چارواکي تمه لري، چې د دې کانال له بشپړېدو سره به د امو سیند د تخریب مخه ونیول شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *