
افغانستان
بلخ کې د خبریالانو په نوم څلور لارې جوړه شوه
مزارشريف ښار کې د خبريالانو څلورلارې د ښاروالۍ له بوديجې څخه د ۱۶ ميليونو افغانيو په لګښت جوړه او پرون پرانیستل شوه.
د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب الله طارق وایي، چې د یادې څلور لارې د نیمګړې چارې درې میاشتې مخکې د مزار شریف ښاروالۍ له لوري پیل شوې وې، چې نن بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادونې وړ ده، چې روان کال په مزارشریف ښار کې له ۲۰ زیاتې پراختیايي پروژې پلې شوې دي.