افغانستان

بلخ کې لسګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې په بلخ کې تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ د برېښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې دي.
د یاد شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بلخ برېښنا حوزې ریاست له لوري؛ په شهاب تاجکیه کلي کې د ۱۶۰ کيلوولټ امپير ترانسفارمر په پرانېستلو سره، تر ۱۲۰ زیاتې کورنۍ د برېښنا له روښنايي څخه برخمنې شوې دي.ویل شوي چې یاد ترانسفارمر کې نصب شوی و او د ولټاژ امکاناتو په برابرېدو، له برېښنا سره وصل شوی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *