افغانستان

بلخ کې وسله وال غله وژل شوي

د بلخ امنیه قومانداني وايي، چې امنیتي ځواکونو ۴ وسله وال غله څارلي چې دوه یې تښتېدلي او دوه نور یې وژل شوي دي.

د سرچینې په قول، غله وړمه ورځ د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په نوم د تلاشۍ په پلمه یو کور ته ورغلي و، چې د ځايي امنیتي سرتېرو له لوري له پېژندنې وروسته یې دوه تنه ووژل شول او دوه تښتیدلي دي. د بلخ امنیه قومانداني وایي، د تښتېدلو دوه نورو غلو د موندلو هڅې هم روانې دي. له وژل شویو دوو غلو دوه میله کلاشنکوف هم امنیتي ځواکونو ترلاسه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button