
افغانستاناقتصاد او رغونه
بلخ کې ۵۰ کیلو متره سړک رغېږي
د بلخ د ټولګټو ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیا رغولو خبر ورکوي.
د بلخ د ټولګټو رییس مولوي محمد اکبر فیاض د باختر آژآنس خبریال ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز مزار شریف له شهید سلیم چوک څخه د شولګرې ولسوالۍ تر بازاره د ټولګټو وزارت له بودجې څخه د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د نږدې ۵۰ کیلو متره سړک د بیارغولو چارې پیل شوي، چې چارې به یې په ۴ میاشتو کې بشپړې شي.هغه زیاته کړه چې د مزارشریف ښار په بېلا بېلو برخو کې یې هم د پلګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دي.ورته مهال د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس د یاد سړک د بیارغولو د پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې د بلخ ولایت مشرتابه هڅه کوي چې د بنسټیزو پروژو چارې ګړندۍ کړي او د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.