افغانستان

بلوچستان کې د افغان سوداګرو یوه لارۍ انځير سوځول شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، چې د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان په انځرو یو بار موټر سوځول شوی دی.د دغې خونې یوه مقام خان جان الکوزي ویلي، چې په دې پېښې سره افغان سوداګر ته شاوخوا درې لکه ډالره زیان رسېدلی.سرچینه وايي چې داسې پېښې سوداګري او ترانزیت اغېزمنوي او بیا به سوداګر زړه ښه نه کړي چې په دې لارو خپل اموال انتقال کړي. د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت یوه مقام دا پېښه غندلې او له پاکستاني چارواکو یې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده. پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *