
نړۍ
بلوچستان کې ۵۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ګاونډې هیواد پاکستان څخه د تازه راپورونو پر بنیاد د مستونګ په سیمه کې یو مسجد ته نږدې د یو بم د چاودنې په نتیجه کې ۷ کسان مړه او ۳۵ نور زخمیان شوي دي.امبولانسونه سیمې ته رسیدلي او زخمیان نږدې روغتونو ته انتقال شوي دي. تر اوسه د چاودنې په هکله نور جزئیات خپاره شوي نه دي او نه هم چا یې مسولیت پر غاړه اخیستی دی.