
افغانستان
بنیټ: پاکستان دې د افغانان ګډوالو له جبرې ايستلو لاس واخلي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي چې پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او له خپلې پرېکړې دې تېر شي.ریچارد بینټ پر خپل اېکس پاڼه د پاکستاني حکومت غږ کړی چې دغه هېواد باید په افغانستان کې د یو بل ستر ناورین سبب نهشي او د کډوالو له ایستلو دې لاس واخلي.هغه دا هم ویلي چې د افغانانو د حقونو د دفاع لپاره به خپل کار ته ادامه ورکوي.بلخوا د اسلامي امارت سرپرست حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان دا پرېکړه غندلې او یو ځل بیا یې پر پاکستان غږ کړی چې د کډوالو ایستلو لړۍ دې ودروي.د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان وروستۍ پرېکړه که څه هم له ګڼو لوریو غندل شوې، خو پاکستاني چارواکو ټینګار کړی چې هېڅ «غیرقانوني» او بېاسنادو کډوال به پخپله خاوره کې پرېنږدي.